۱۵۱ تنه نور منسوبین هم له مسلکي زده کړو فارغ شول
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ له مسلکي زده کړو ۱۵۱ تنه منسوبین فارغ او د ټولنې خدمت ته را وړاندې شول.
د یاد وزارت د خبر له مخې دغه شمېر منسوبین د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو دي چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د جګړه ییز ملاتړ او تامیناتو ښوونځیو بېلابېلو څانګو کې درې میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.
تازه فارغینو د خپل سر او مال په بدل کې د اسلامي نظام او هېواد ساتنې ډاډ ورکړی.
د یادونې ده، چې دا مهال د ملي دفاع وزارت اړوند بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو کې په زرګونو ځوانان د مسلکي اردو د جوړولو لپاره په زده کړو بوخت دي.