سلګونه نورو مسلکي پولیسو د ټولنې مسؤلیت ته اوږې ورکړې

سلګونه نورو مسلکي پولیسو د ټولنې مسؤلیت ته اوږې ورکړې افغانستان
د له ښوونیزو زده کړو فارغ شوي تازه پولیس

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه تازه ویلي، د هرات ولایت د اسلامي پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ تنه منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شول.

 

فارغانو په همدې تړاو جوړ شویو مراسمو په ترڅ کې ولسونو ته ډاډ ورکړی چې په ملي او ایماني جذبه به د خپلو خلکو او هېواد ساتنه کوي.


دوی زیاته کړې، دښمن به پرېنږدي چې عامه نظم ګډوډ او ټینګ شوی امنیت وګواښي.

 

یاده دې وي چې د اسلامي امارت روزنیزو مرکزونو کې دا مهال  زرګونه منسوبین په مسلکي زده کړو بوخت دي او  تر دې دمه یې لسګونه زره منسوبین ټولنې ته د ښه خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

تړلي موضوعات