د افغان انجونو د سکالرشیپونو په اړه اوازې ناسمې دي
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګنې پاکستان سره یې د افغان انجونو د زده کړو په اړه مشروطه هوکړه کړې.
لوړو زده کړو وزارت په ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې اوازې د وضاحت په اړه ویلي، دوی دغه خبر په کلکه ردوي او د پاکستان په ګډون هیڅ هېواد سره د نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري.
د یاد وزارت ویاند په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه سکالرشیپونه پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په پام کې نیول شوي او دا موضوع له کومې دولتې ادارې سره په توافق نه ده ترسره شوې.
لوړو زده کړو وزارت دغه ډول ادعاوې بې بنسټه او د اسلامي امارت په وړاندې د ځینو مغرضو کړیو پروپاګند یاد کړی دی.