د افغانۍ وروستي نوسانونه اقتصادي اړخ نه لري

د افغانۍ وروستي نوسانونه اقتصادي اړخ نه لري افغانستان
د صرافانو ټولنې سره د افغانستان بانک رئیس کتنه

د افغانستان بانک رئیس د صرافانو ټولنې استازو سره د افغانۍ ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

 

د افغانستان بانک د خبر له مخې، دې کتنه کې د بانک رئیس نور احمد اغا ویلي، د بیو او اسعارو د تبادلې نرخونو کې بدلونونه یوازې افغانستان کې نه بلکي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي.

 

ښاغلي نور احمد اغا په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی، چې د افغانۍ وروستي نوسانونه تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې ځای نشته.

 

نوموړي همداراز ویلي، مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو وړاندې کول، د اسعارو مبادلې او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي، چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري.

 

د افغانستان بانک رئیس دغه راز ډاډ ورکړی، چې د خپلو قانوني او ملي مسئولیتونو په چوکاټ کې هڅې کوي د هېواد اقتصادي ثبات، افغانۍ ارزښت ساتنې او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدمات ترسره کړي.

 

هغه له صرافانو غوښتي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

 

دغه غونډه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې دا مهال د افغانستان بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوې، خو هغه څه چې د افغانستان بانک یې د اندېښنې وړ نه بولي.

تړلي موضوعات