پنجشېر کې د نشه یې توکو پنځه پلورونکي نیول شوي

پنجشېر کې د نشه یې توکو پنځه پلورونکي نیول شوي   افغانستان
پنجشېر ولایت

د پنجشېر امنیه قومندانۍ له نشه یې توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي راپورونو پر اساس د یاد ولایت بېلابېلو سیمو کې د نشه یي توکو د پلور په تور پنځه تنه نیولي دي.

 

د پنجشېر امنیې قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي وايي، له نیول شویو کسانو یوه اندازه نشه یي توکي هم ترلاسه شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی.

 

ښاغلي فاروقي ویلي، پنجشېر کې یې د نشه یې توکو د کښت ګراف صفر او د قاچاق مخه یې هم تر زیاته بریده نیولې ده.

 

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کړې او دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

تړلي موضوعات