د یوې افغانې کورنۍ درې تنه د کراچۍ له زندانونو خلاص شول
په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګري په اېکس پاڼه ویلي، د یو ماشوم او مېرمنې په ګډون درې تنه افغانان چې له دوو کلونو را پدېخوا د کراچۍ زندانونو کې بنديان وو، د یادې قونسلګرۍ په هڅو خوشې او افغانستان ته ولېږدول شول.
قونسلګري زیاتوي، دغه درې تنه د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي و او له خوشې کېدو وروسته د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
سرچینه وایي، د یادې قونسلګرۍ په هڅو په تېرو دوو کلونو کې ۴ زره ۲۶۸ تنه افغانان چې له ډلې یې ماشومان او ښځې هم دي د سیند ایالت له مختلفو زندانونو خوشې او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
یاده دې وي، چې پاکستان وخت ناوخت په هغه هېواد کې مېشت افغان کډوال په مختلفو پلمو نیسي او هڅه کوي چې له دې لارې په اسلامي امارت فشار راوړي.