کابل کې د قطر شارژدافیر؛ د دوحې او کابل ترمنځ به د مسافر وړوونکو او کارګو الوتکو تګ راتګ زیات شي
کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر دکتور مُردِف القاشوطي اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره کتنه کې ویلي، دا چاره د دوحې او کابل ترمنځ د اقتصادي اړېکو د پراختیا په موخه کوي.
دغه قطري ډېپلوماټ همداراز ویلي، د کندهار میروس روغتون کې د خدماتو د پراختیا په موخه به پر ۴۰۰ نورو بسترونو عملي کار پیل کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له دفتره په خپرو شویو مالوماتو کې همداراز راغلي، قطر افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا تر څنګ د افغانستان تعلیمي برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.
د قطر شارژدافیر دا ژمنه هم کړې، چې نږدې وخت کې به د مرستو په موخه کابل کې خپل خیریه بنسټ فعاله کړي.
اقتصادي مرستیال بیا افغانستان کې رامنځته شوی فرصت د پانګونې لپاره مناسب بللی او له قطري پانګوالو یې د پانګونې غوښتنه کړې.