اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي
کډوالو چارو وزارت وایي، مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي «یان اګلېند» سره د کتنې په مهال ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي.
ښاغلي کبیر د راستانه شویو کډوالو سربېره کورني بېځایه شوي هم جدي ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده، چې نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې هېوادونه له افغان کډوالو د سیاسي ابزار په توګه ګټه بورته کړي.
وزیر زیاته کړې، تر هغه چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر پښو درېږي د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا ده.
په ناسته کې یان اګلېند ویلي، له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي څو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د مرستو کچه لوړه کړي.