ا.ا.ا: رسمي پولو او فرضي کرښه کـې دفاعي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې

ا.ا.ا: رسمي پولو او فرضي کرښه کـې دفاعي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې افغانستان

د هېواد امنیتي او تصفیوي کمېسیون تازه ویلي، چې اسلامي امارت په خپلو رسمي پولو او فرضي کرښه کې د خپل توان په حدودو کې د پوستو، د څار د برجونو، قرارګاوو او نورو استحکاماتو جوړولو ته ځانګړې توجه کړې او په دې برخه کې زیات کار شوی دی.

د اسلامي امارت امنیتي او تصفیوي کمېسیون کلني راپور کې ویلي، چې دا ګام یې د شریرو عناصرو، مخدره موادو، انساني قاچاق، تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو قاچاق مخنیوي او ټولو امنیتي ننګونو پر ضد د اغېزمنې مبارزې ترسره کېدو په پار اخیستی دی.

یاد کمېسیون کلني راپور کې زیاته کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې او مسلکي والي ته ځانګړې پاملرنه شوې او کال په اوږدو کې ورته ګڼ مسلکي روزنیز پروګرامونه په لار اچول شوي.

امنیتي او تصفیوي کمېسیون وايي، چې اسلامي امارت د کال په اوږدو کې د امنیتي چارو د عصريتوب، له نویو علمي پرمختیاوو او ټېکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې هم زیاتې لاسته راوړنې لري.

د اسلامي امارت امنیتي ادارې دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اوسني نظام بیا حاکمیت را وروسته فرضي کرښې ته څېرمه سلګونه پوستې او نظامي تاسیسات جوړ شوي دي او دفاعي ځواکونو هر ګواښ ته پر وخت اغېزمن ځواب ویلی.

تړلي موضوعات