د ملګرو ملتونو د مرستو غوښنه برخه پرمختیايي پروژو ته ځانګړې شوې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او یوناما مشرې روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لېدنه کې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختیایي مرستو کچه له بشري مرستو زیاته شوې او د افغانستان په اقتصاد به مثبته اغېزه ولري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي، د یوناما مشرې ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاسته راوړنې شریکې کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر بیا د اقتصادي ثبات برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، د هېواد اقتصاد مخ پر ودې دی او په دې برخه کې نور پلانونه هم د تطبیق په حال کې دي.