ترکیه افغانستان سره روغتیایي مرستې زیاتوي
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال سره کتنه کې پر روغتیایي مرستو خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې دې کتنه کې افغانستان کې د ترکیې له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونو سره دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، بېړنیو ناروغانو ته وېزو ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا پاملرنې او اړوند نورو مسائلو خبرې شوې دي.
دې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر روغتیایي برخه کې د ترکیې مرستې اړینې بللې دي او دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.
د ترکیې سفیر ډاډ ورکړی، چې افغانستان سره به روغتیایي مرستې نورې هم زیاتې کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې تر دې وړاندې ترکیې سفیر ویلي و چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترکي چارواکو ته لارښونه کړې چې اسلامي امارت سره مرستې او اړیکې پراخې کړي.