ننګرهار کې د میلیونونه نیالګيو کېنولو کمپاین پیل شو
د دې ولایت مسؤلین وايي، چې د ننګرهار د لا زیاتې سمسورتیا په موخه به سږکال هلته نږدې ۴ میلیونه نیالګي کېنول شي.
د نیالګیو کېنولو دا کمپاین چې نن سه شنبه د دلوې په دویمه نېټه پیل شوی، په ټول ننګرهار کې به ۳ ملیونه ۸۱۵ زره ۶۸۱ نیالګي کېنول شي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د نیالګيو کېنولو کمپاین په اړه ویلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه غواړي بېلا بېلو سیمو کې یاد نیالګي کېنوي.
سرچینې په ننګرهار کې د مسؤلینو له قوله ویلي، دغه کمپاین د چاپېریال ښکلا او اقلیمي بدلونونو په وړاندې ارزښتمن دی او ساتنه یې ملي، اخلاقي اوديني وجیبه یاده کړې.
خبر پاڼه کې راغلي، دا نیالګي د خلکو او ادارو ترمنځ په شفاف ډول ویشل کېږي او هدف یې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرغونتیا او د چاپېریال ښه کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له راتګ سره د چاپېریال زرغونتیا او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.