د ختیځ زون له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه منسوبین فارغ شول
کورنیو چارو وزارت نن سه شنبه په اېکس پاڼه د ننګرهار ختیځ زون د ملي پولیسو ښوونیز مرکز څخه د ۵۵۰ تنو منسوبینو چې له مسلکي او نظامي برخو څخه یې زده کړې ترلاسه کړې د فارغېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، فارغ شوي منسوبین په ګزمه، چیک پواینټ، تلاشي او یو شمېر نورو تکتیکونو او مهارتونو کې زده کړې ترلاسه کړې چې دا مهال د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شول.
په فراغت غونډه کې مسؤلینو ویلي، چې مجاهدینو ته یې له دا ډول مسلکي زده کړو ورکولو موخه د اسلامي نظام پیاوړي کول او د یو منظم امنیتي سیستم را منځته کول دي څو مجاهدین وکولی شي په ښه ډول د اسلامي نظام استازیتوب وکړي.
هېره دې نه وي، چې اسلامي امارت ټولنه کې د منسوبینو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او تر دې مهاله یې لسګونه زره مجاهدین ټولنې ته د ښه خدمت په موخه وړاندې کړي دي.