د کابل او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د وخت اړتیا ده
د عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال سره کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې.
د عدلیې وزارت د خبر له مخې، دې کتنه کې د عدلیې وزیر د کابل او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او ګډه همکاري اړتیا بللې ده.
مولوي عبدالحکیم شرعي افغانستان سره د بېلابېلو برخو کې د ترکیې همکاري ستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یې د همکاریو په لا زیاتېډو ټینګار کړی.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت د اصولو او ضوابطو له مخې نړۍ په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو سره بهرنیو اړیکو پراخولو ته ژمن دی.
بلخوا دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې ژمن دی چې بېلابېلو برخو کې افغانستان سره همکاري ولري په خبره یې، ولسمشر یې افغانستان کې پرمختګونه تعقیبوي او افغانستان سره یې د اړیکو د لا پیاوړتیا لارښوونه کړې.
دغه کتنه وروسته له هغې تر سره کېږي، چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د ترکیې سلګونه ټنه بشري مرستې هم را ورسېدې چې تمه ده په اړمنو به ووېشل شي.