ملګري ملتونه د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو کې مرسته کوي
کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مرستیال «رؤف مازو» نن د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، دوی د کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې همکارۍ ته چمتو دي.
وزارت د مازو له قوله وایي، که څه هم نړیوال مالي بحران د دوي په کارونو منفي اغېز کړی، خو هڅه کوي چې د کډوالو ستونزو د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ بودیجه را جلب کړي.
سرچینې زیاته کړې، مازو له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو جبري اېستل د نړیوالو اصولو خلاف کړنه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تیارې دي.
په ناسته کې د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو استازي ته ویلي، دوی د کډوالو او بېځایه شویو لپاره لازمې اسانتیاوې برابر وي او کېدونکې مرستې په شفاف ډول اړمنو ته رسوي.