پوهنتونونو ته د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل وپېرل وشول
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي ویلي، لوړو زده کړو وزارت هېواد کې د دولتي تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیوو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال وسایل د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپېرل.
هاشمي زیاته کړې، په دغه وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجربو لپاره کیمیاوي توکي شامل دي چې د زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره به ډېر ژر تحصیلي نهادونو ته ولېږل شي.
هېره دې نه وي، چې لوړو زده کړو وزارت د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې د زده کړیالانو عملي زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کړې او دې برخه کې ګڼې اسانتیاوې را منځته شوې دي.