رویټرز؛ د ایران اټومي تاسیسات له منځه نه دي وړل شوي: ټرمپ؛ دغه ارزونه ناسمه ده

رویټرز؛ د ایران اټومي تاسیسات له منځه نه دي وړل شوي: ټرمپ؛ دغه ارزونه ناسمه ده نړۍ
د ایران اټومي تاسیسات د امریکا تر بریدونو وروسته


رویټرز خبري اژانس د امریکا استخباراتو له قوله راپور کې ويلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونو کې دغه تاسیسات له منځه نه دې وړل شوي یوازې د دوو میاشتو لپاره ځنډېدلي.

رویټرز همداراز ویلي، په بریدونو کې د یورانیمو زېرمي او سانټریفیوژونه خوندي پاتې دي او د ایران حکومت تر بریدونو وړاندې نامعلوم ځای ته نتقال کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ارزونه د ټرمپ له هغې ادعا سره په ټکر کې ده، چې ویلي یي و د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

خو د امریکا ولسمشر بیا دغه ارزونه رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

بل‌خوا امریکایي رسنیو د ایران په اټومي تاسیساتو د واشنګټن بریدونه بې ګټې او ناکامه بللي دي.

امریکا د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په نطنز، فردو او اصفهان اټومي انرژۍ تاسیساتو بریدونه وکړل.

تړلي موضوعات