برېتانیا کې مېشت افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې شوې
قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د برېتانیانو نوي ځانګړي استازي ریچارډ لینزي سره کتلي.
قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، دې کتنه کې د افغانستان او برېتانیا پر دوو اړخیزو اړیکو او هلته مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې شوې.
همداراز دې کتنه کې افغانستان ته د بشري مرستو او اړوند نورو موضوعاتو هم بحث شوی.
قطر کې د اسلامي امارت سفیر وخت نا وخت د بېلابېلو هېوادونو استازو سره د افغانستان اړیکو رغولو په اړه لېدنې کتنې کوي.