د ایران پارلمان اټومي انرژۍ نړېوال سازمان سره د همکاریو بندولو لایحه تصویب کړه

   د ایران پارلمان اټومي انرژۍ نړېوال سازمان سره د همکاریو بندولو لایحه تصویب کړه سیمه
د ایران پارلمان له لوري د اټومي انرژۍ نړېوال اژانس سره د همکاریو پرې کولو هوکړه تصویب کړه

رویټرز خبري اژانس دخبر له مخې، د ایران پارلمان داسې یوه لایحه تصویب کړه، چې له مخې به یې ایران اټومي انرژۍ نړېوال اژانس څارونکو سره همکارۍ پای ومومي.

ایراني چارواکو د اټومي انرژۍ پر نړېوال اژانس تور پورې کړی، چې د یاد سازمان ناسمو راپورونو اسرائیل دېته اړ کړ، څو پر ایران برید ته زړه ښه کړي.

ایران په یاد اژانس له دې کبله هم نیوکې کړې، چې د یاد هېواد په اټومي تاسیساتو بریدونو پر مهال یې چوپتیا غوره کړه.

د ایران پارلمان مشر ویلي، څو چې د ایران اټومي تاسیسات امنیت تضمین نه شي تر هغې به له دې څارونکو سره همکاري ځنډېدلې وي.

خو رویټرز خبري اژانس ویلي، د دې پرېکړې عملي کېدل د ایران امنیت شورا تصویب ته اړتیا لري.

تړلي موضوعات