د اسرائیلو ولسمشر: غزه کې جګړه سخته او بار یې د زغملو وړ نه دی
د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ د غزې خان یونس ښار په یوه کمین کې اشغالګر پوځ ته د درنو تلفاتو اوښتو روسته اعتراف کړی، چې غزه کې وضعیت ستونزمن، جګړه سخته او بار یې د زغملو وړه نه دی.
د اسرائیلو دفاع وزارت د حماس دغه کمین کې د یوه افسر په ګډون ۲۱ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبلې اوښتل تائید کړل.
ګڼو فلسطیني وګړو په ټولنیزو رسنیو په خپرو کړو ویډیو پیغامونو کې ویلي، «غزه د اسرائیلي ځواکونو لپاره مرګونې ده اشغالګر ځواکونه له حماس سره د مقابلې توان نه لري.»
د حماس القسام پوځي ځانګه هم وخت ناوخت د خپلو عملیاتو ویډیوګانې خپروي، چې د غزه کې د اسرائیل پوځي وسایط په نښه کوي، خو اسرائیلي چارواکو او رسنیو تر ډېره په دې برخه چوپتیا اختیار کړې.
د اسرائیلو دفاع وزارت خپرې کړې شمېرې ښیي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې یوازې ۸۷۸ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي دا هغه ارقام دي چې نظامي برخه کې یې د چارو شنونکي بې بنسټه او دا چاره د پوځیانو د تېښتې مخنیوي لپاره استخباراتي لومه بولي.