د کرنې وزیر: حکومت سره په همغږي د مرستو ترسره کول به اغېزناک او شفاف وي
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا سره کتنه کې د موسساتو له لوري مرستو په وېش نیوکه کړې او ویلي یې دي، د دغو مرستو زیاته برخه د ادارو په لګښتونو مصرفیږي او ډېره کمه برخه خلکو ته رسیږي.
ښاغلي عمري ویلي، که د افغانستان خلکو سره د نړېوالو مرستې حکومت سره په همغږۍ ترسره شي روڼتیا او اغېزمنتیا به یې زیاته وي.
نوموړي له جاپان سفیر غوښتي، چې نړېوال بازار کې دې د افغان بزګرانو د محصولاتو خرڅلاو برخه کې زمینه برابره کړي.
بلخو د جاپان سفیر ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغانستان خلکو او بزګرانو دوامداره ملاتړ ته ژمن دی او نشه یي توکو سره مبازره یې له لومړیتوبونو ده.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو موسساتو له لوري د مرستو رسولو په پروسې نیوکه کړې، او له مرستندویه هېوادونو یې غوښتي، چې مرستو کې د روڼتیا لپاره دې د افغانستان حکومت له لارې دغه مرستې ترسره کړي.