مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزیر په توګه خپله نوې دنده پیل کړه
د ریاست الوزراء مخکېني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې د کډوالو چارو د نوي وزیر په توکه ټاکل شوی تېره ورځ یې په کار پیل وکړ.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د مولوي عبدالکبیر د پېژندنې مراسمو کې د اسلامي امارت بېلابېلو برخو کې د نوموي د بریالیو فعالیتونو ستاینه کړې او د امر اطاعت یې د اسلامي امارت له اصولو بللی دی.
په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت کې د شهید خلیل الرحمن حقاني د هڅو او مدیریت ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده هڅه به وکړي چې د نوي مسئولیت له لارې د اسلامي نظام او هېوادوالو خدمت وکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې شهید خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوله نوموړی د لیندۍ میاشتې په ۲۱مه په یوه برید کې د وزارت انګړ کې په شهادت ورسېد.