روان کال د افغانانو لپاره د ترافيکی پېښو له امله مرګونی و
د ترافیکو عمومي رئیس پاسوال حسیب الله مختار ویلي، روان کال کې ۴ زره ترافیکي پېښو کې شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاسوال حسیب الله مختار رسنیو ته ویلي، د روان کال په دې ۴ زره ترافیکي پېښو کې شاوخوا ۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي مختار ویلي، په لویو لارو کې د ترافیکو تشکیل د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوی چې په راتلونکې وخت کې به یې عملي چارې پیل شي.
د ترافیکو ریاست دغه معلومات وروسته له هغې ورکړي چې هېواد کې د موټر چلوونکو له لوري ګڼو بې غوریو له کبله یادې پېښې رامنځته کیږي، چې د مخنیوي په موخه به یې اسلامي امارت په نږدې وخت کې لازمې هڅې ترسره کړي.