تېره میاشت څه باندې ۶۵ زره جریبه دولتي ځمکې له غصب راګرځول شوې
د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تخنیکي پلاوي د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادي الثاني میاشت کې ۶۵ زره ۲۲۹ جریبه دولتي ځمکې له غصب څخه بیرته راګرځولې او اړوند ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اندازه ځمکه یې کندوز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې له څېړنو او تثبیت وروسته بیرته راګرځولې.
دې موده چې تر ټولو زیاته ځمکه ۱۳زره ۲۸۵ جریبه غزني ولایت کې له غاصبینو راګرځول شوې.
همداراز همدې موده کې له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تخنیکي پلاوي ۱۸ ولایتونو کې بیا ۱۴۶زره ۷۹۳ جریبه ځمکه تثبیت او ۲۹ ولایتونو کې یې ۴۶۳ زره ۲۰۵ جریبه ځمکه تر څېړنو لاندې نیولې ده.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې په سلګونه زره جریبه دولتي ځمکې بیرته له غصب راګرځول شوې او لا هم ټول هېواد کې د دولتي ځمکو د څېړنو، تثبیت او استرداد پروسه دوام لري.