سعودي عربستان سره افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک شو

سعودي عربستان سره افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک شو افغانستان
سعودي عربستان سره د حج مراسمو د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک مراسم

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۴۶قمري کال د حج مراسمو کې افغان حاجیانو ته د خدماتو او اسانتیاوو برابرولو قرار داد له سعودي عربستان سره لاسلیک شو.

 

د دې تړون له مخې، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت به ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکې او مدینې منورې ښارونو کې د اوسېدو ځای، خوراک او ټرانسپورټ برخو کې خدمات وړاندې کوي.

 

دغه قرارداد د ارشاد حج او اوقافو وزارت د حج او عمرې عمومي رئیس مولوي محمدنبي محمدي او د عربستان حج او عمرې وزارت مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 

د یادونې ده، چې د تېرو کلونو په پرتله افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو کیفیت ښه شوی، چې تېر کال شاوخوا ۳۰ زره حاجیان د منظم پلان له مخې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړل چې د حج تر ادا کولو وروسته بیرته هېواد ته راستانه شول.

تړلي موضوعات