ننګرهار کې کوږ نایابه نیول شوی وحشي ژوی بیرته خوشي شو

ننګرهار کې کوږ نایابه نیول شوی وحشي ژوی بیرته خوشي شو افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، د ښېوې ولسوالۍ کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم نایابه وحشي حیوان چې د کوچیانو له لوري نیول شوی و د امنیتي ارګانونو په همغږۍ چاپېریال ساتنې ادارې ته تر سپارل کېدو وروسته بیرته ازاد چاپېریال ته خوشی شوی.

 

دغه وحشي ژوی د روغتیایي وضعیت ته په کتو تر درملنې وروسته د وحشي ژوو او الوتونکو د خوشي کولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې د غړو په شتون کې بیرته خپل اصلي چاپېریال ته خوشی شوی.

 

د معلوماتو له مخې،  دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشي حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لري. 

 

د یاودنې ده، چې د ریاست الوزرا مقام د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د وحشي ژوو او الوتونکو ښکار او قاچاق منع دی او سرغړونکو ته د قانون له مخې سزا ورکول کېږي.

تړلي موضوعات