بلخ کې د صنعتي پارک لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوه
د بلخ ولایت رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د اسلامي امارت مشرتابه د نوي تصویب شوي فرمان په اساس بلخ ولایت کې د صنعتي پارک جوړولو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې.
د چارواکو په خبره، د دغې ځمکې په ځانګړې کېدو کې ټول قانوني، چاپېریالي او نور معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي، بلخ کې د پانګونې لپاره لېوالتیا زیاته شوې، چې دغه اقدام به دې ولایت کې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل کړي.
د یادونې ده، چې د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو حل لپاره د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.