سعودي کې مېشتو افغانانو ته دې کونسلي خدمات زیات شي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او سعودي مېشتو افغانانو ته کونسلي خدماتو په رسولو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر دې کتنه کې له سعودي سره اړیکې ارزښتناکې وبللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله دې زیاته شي.
مولوي امیرخان متقي سعودي مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسولو سربېره د افغانانو لپاره د حج او عمرې په سهم کې د زیاتوالې غوښتنه کړې.
بلخوا دې کتنه کې د سعودي سفیر د کابل او ریاض اړیکي تاریخي یادې کړې او ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي کابل کې د خپل حضور له لارې بېلابېلو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.
نوموړي کابل کې د خپل سفارت پرانېستې موخه له ټولو شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول یاد کړي دي.
د یادونې ده، چې سعودي عربستان څه موده وړاندې کابل کې خپل سفارتي خدمات بیرته له سره پیل کړل.