د پولي بازارونو او مالي بنسټونو لپاره کافي سرچینې په واک کې لرو
د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د اړتیا په صورت کې پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو د پوره کولو لپاره کافي سرچینې په واک کې لري.
یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد پولي بازارونو په دقیق ډول څاري.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بیو ثبات او د نرخونو مبادلې ثبات لپاره اړین ګامونه پورته کوي.
د افغانستان بانک وروسته له هغې دغه خبر ورکوي، چې تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو بیه نسبت لوړه شوې ده.