هرات ته د ترکیې ۷۲۴ ټنه بشردوستانه مرستو جوپه را ورسېده
کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، د دې هېواد بشردوستانه مرستو ۲۱م قطار چې ۷۲۴ ټنه توکي په کې بار دې د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ولایت ته رسېدلی.
یاد سفارت ویلي، دغه مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شیخ شهاب الدین دلاور په شتون کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې دي.
ویل کېږي، دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوړه، خیمې، کمپلې، جامې، روغتیایي او نور اړین توکي شامل دي چې هېواد کې به په اړمنو ووېشل شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته دا د ترکیې هېواد څویمه جوپه مرستې دي چې افغانانو سره ترسره کېږي.