د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او ۹ نورې یې تعدیل شوې.
دغو پروژو کې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو تمځای جوړول، د آقینې – اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم پروژې شاملي دي.
دغه راز په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول، په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
د یادونې ده، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته کې درې نورې پروژې بیا تدارکاتي مراحلو کې ستونزو له کبله رد شوې دي.