زابل کې د کډوالو د دویم نمبر ښارګوټي سروې ترسره شوه
د کور او ښارجوړولو وزارت خبر ورکړی، زابل ولایت کې یې د کډوالو لپاره د دویم نمبر ښارګوټي د جوړولو سروې یې ترسره کړې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې ښارګوټي لپاره یې ۴۴۰۰ جریبه ځمکه له تثبیت وروسته توپوګرافي او سروې کړې.
دې ښارګوټي کې به ۷ زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شي.
زابل کې څو ورځې وړاندې هم د کډوالو لومړي نمبر ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت هڅې پیل کړې، چې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره منظم ښارګوټي جوړ کړي.