غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ افغانستان
غزني کې ترافیکي پېښه

د غزني امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، تېره شپه د غزني اب بند ولسوالۍ سپین بند سیمه کې کوچنی مسافر وړونکی موټر له بار وړوونکي موټر سره جنګېدلی او ۵ کسان په کې مړه شوي دي.

 

له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهېسې د کابل غزني پر لویه لار څو مرګونې پېښې شوې چې لوی لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.

 

د یادولو ده چې په همدې موده کې تر ټولو خونړۍ پېښه د دوو لویو مسافر وړوونکو موټرونو ټکر و چې له امله یې ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تړلي موضوعات