د تاریخي اثارو ساتنه د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسئولیت دی
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له نوې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا سره کتنه کې ویلي، تاریخي اثار د ملتونو ګډ میراث دی.
دې ناسته کې دواړو خواوو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د یادو اثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې کړې دي.
ملاخیرالله خيرخواه ویلي، د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسئولیت دی، چې له افغانستان سره دې برخه کې بشپړه مرسته وکړي.
نوموړي د فرهنګي میراثونو ساتنه کې د اروپايي ټولنې د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې.
دې کتنه کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د افغانستان د فرهنګي میراثونو ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تېرو درېیو کلونو کې د هېواد تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د هغوی په بیارغونه او ساتنه کې یې کوټلي ګامونه اخېستي دي.