ملګري ملتونه دې له خپل نفوذ په استفادې پاکستان د کډوالو له ځورولو لاس په سر کړي

ملګري ملتونه دې له خپل نفوذ په استفادې پاکستان د کډوالو له ځورولو لاس په سر کړي افغانستان
د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ملګرو کلتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان مرستیال سره کتنه کې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان مرستیال توماسو دیکاتیلدو سره کتلي دي.

 

دې کتنه کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال پاکستان کې د افغان کډوالو په خپل سر نیول کېدو او د هغوی د کورونو په تلاشي اندېښنه ښودلې.

 

نوموړي د پاکستان له لوري دغه ډول چلند خواشینونکی بللی او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخېستنې له پاکستاني لوري وغواړي، چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

 

د کډوالو چارو وزارت وروسته له هغې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان سره پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو اندېښنه شریکوي، چې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې په سلګونو هغه افغان کډوال نیولي، چې قانوني اسناد هم لري. 

تړلي موضوعات