امنیتي او تصفیوي کمېسیون د سرحدونو د ساتنې او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې کړې
د ملي دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمېسیون د مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي ناسته وشوه.
یاد کمېسیون په اېکس پاڼه لیکل شوي، دې ناسته کې د هېواد د سرحدونو ساتنې، د قاچاق مخنیوي او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه تل د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې ته چمتو دي او هر هېواد چې تېرو درېیو کلونو کې یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د نقض هڅه کړې غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شوی.