پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغانانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پاکستان کې تازه د ۸۰۰ افغانانو چې د معتبرې وېزې POR او ACCکارتونه هم لري په خپل سر نیولو او ویستلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نیول شویو افغانانو له ډلې یې ۱۳۷ تنه هغه کسان دي، چې د وېزو موده یې پای ته رسېدلې، خو د تمدید لپاره یې غوښتنه هم کړې ده.
دغه راز نیول شویو افغانانو کې SHARP/UNHCR موقت نوم لیکنه هم لري له دغه هېواده ایستل شوي چې دا چاره د کورنیو (مېندو او ماشومانو) د جلا والي لامل شوې ده.
پاکستان کې د افغانستان سفارت همداراز اسلام اباد کې د افغانانو کور په کور تلاشي هم د اندېښنې وړ بللې او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې دې چارې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.
د افغانستان سفارت همداراز یو ان ایچ سي آر او نورو بشري حقونو سازمانونو غوښتي چې دې برخه کې مداخله وکړي او پاکستان کې د مېشتو افغانانو عزت، حقوق او خوندیتوب باندې سترګې پټې نه کړي.
په ورته مهال د بښنې نړېوال سازمان هم د افغانانو پر وړاندې د پاکستان حکومت چلند غندلی او هغه یې د نړېوالو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل له کابل سره د اړیکو سړېدو په صورت کې هلته د مېشتو افغانانو په ځورونه لاس پورې کړی او له دې لارې یې هڅه کړې چې دا چاره په افغانستان د خپلو غوښتنو منلو لپاره د یوې وسیلې په توکه وکاروي، هغه چې تېرو درېیو کلونو کې یې هیڅ ډول پایله نه ده ورکړې.