د ایران نوی سفیر به د کابل او تهران ترمنځ اړیکو پیاوړتیا کې مثبت رول ادا کړي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د ایران نوي سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.
دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د ایران نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیله ښودلې، چې ښاغلی بیکدلي به د کابل او تهران اړیکو لا پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.
بلخوا د ایران سفیر ویلي، افغانستان او ایران دواړه اسلامي هېوادونه دي چې دغه مشترکات کولی شي په دوه اړخیزو اړیکو کې مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت هڅه کړې بېلابېلو هېوادونو سره په ځانګړي ډول ګاونډیو سره اړیکې پراخې کړي او دا مهال د کابل او تهران ترمنځ اړیکي په لوړه کچه کې ځای لري.