پوهنتونونو کې د ادبي غلا مخنیوی لپاره سافټویرونه پېرل شوي

پوهنتونونو کې د ادبي غلا مخنیوی لپاره سافټویرونه پېرل شوي افغانستان
د لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د ادبي غلا مخنیوي او معیاري څېړنو لپاره د هېواد پوهنتونونو لپاره Turnitin او ګرامرلي سافټویرونه پېرل شوي دي.

 

یاد وزارت ویلي، د دغو سافټویرونو تر فعالېدو وروسته به د لیسانس، ماسټري او دوکتورا دورې زده کړیالانو او د استادانو د ترفیعي اثارو د ادبي غلا یا پلېجریزم مخنیوی وشي. 


لوړو زده کړو وزارت همداراز ویلي، د تحصیلي بنسټونو ژورنالونو او استادانو د عملي مقالو د معیاري کولو په موخه ګرامرلي سافټویر اکاونټ هم پېرل شوی دی.

 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د تحصیلي نصاب د معیاري کولو لپاره د هېواد تحصلي بنسټونو کې علمي او تحقیقي معاونیت رامنځته شو او اوس د ادبي غلا مخنیوي لپاره دغه سافټویرونه پېرل شوي دي.

تړلي موضوعات