د افغانستان اقلیمي بدلون ستونزې ته د رسېدنې په موخه تمویلوونکي را جلبوي
د کړکېچ نړېوالې ډلې مسؤلینو اذربایجان کې د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره کتنه کې ویلي، د دوی له لوري شوې څېړنې او ارزونې ښیي چې افغانستان د اقلیمی بدلون له کبله د زیانمنو هېوادونو له ډلې دی.
دوی ژمنه کړې چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون ستونزې ته د رسېدو لپاره به د تمویلوونکو د جلب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دې کتنه کې د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر اقلیمي بدلون نړېواله ستونزه بللې او دا یې د ټول بشریت لپاره ګواښ ګڼلی.
ښاغلي خالص د دغې نړېوالې کشالې په وړاندې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په لومړي ځل د ملګرو ملتونو نړېوال اقلیمي بدلون کنفرانس کې ګډون کړی، چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۲ مه به پای ته ورسېږي.