ژر به له ایران څخه د افغان بندیانو انتقال پروسه پیل شي
د ایران د عدلیې وزارت مرستیال دوکتور عسکر جلالیان ویلي، نږدې راتلونکي کې به ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل شي.
ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې افغانستان ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال کړې دي.
جلالیان ویلي، ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال پروسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو له مخې کېږي.
ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال پروسه داسې مهال پیلېږي، چې څو ورځې وړاندې هم ایران کې څو تنه افغان بندیان د ایران حکومت له لوري په دار وځړول شول، چې دې چارې د افغان حکومت جدي اندېښنه را وپاروله او ایراني لوري سره یې د دې مسئلي د حل په اړه یو پلاوی ایران ته واستول.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په هڅو د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم زرګونه افغان بندیان ازاد او بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په وار وار ډاډ ورکړی، چې بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.