کابل کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پروسس مرکز په جوړولو خبرې وشوې
په همدې اړه جوړه شوې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوچ او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د ناستې ګډونوالو کابل کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز مهم وباله او پر جوړولو یې ټېنګار وکړ.
کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري کابل کې د داسې یو مرکز جوړولو لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
همداراز د اسلامي امارت دې چارواکو بهرنیو هېوادونو ته د دغو ډبرو صادراتو، د کانونو سپړنې جوازونو ورکولو، د کاني ډبرو د پلور مرکزونو جوړولو او د بازار موندنې مرکزونو ته یې د انتقال پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.