له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو اجباري راستنېدل زیات شوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د اجباري کډوالو د راستنېدلو پروسه چټکه شوې.
د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد دغه موضوع د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کې مطرح کړې.
ښاغلي راشد ویلي، د موقتي مېشتېدنې کمېټه په دې توانېدلې دغه پروسه په ښه ډول مدیریت کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون موقتي مېشتېدنې کمېټې مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې زیاتې هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې له یو کال راهیسې پاکستان او ایران هېوادونو هلته مېشت افغان مهاجر په زور کډوالۍ کولو ته مجبور کړي دي.