پرونۍ اورلګېدنې ۱.۲ میلیونه ډالره زیان اړولی
پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې تازه ویلي، چې د کابل پغمان ولسوالۍ قلعه حیدر سیمه کې د تېرې ورځې اورلګېدنې له کبله دوه تنه شهیدان او ۱۰۷ تنه ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې د ټپیانو له ډلې ۸۱ تنه یې برسېرن ټپیان شوي دي.
همداراز دې پېښه کې شرکتونو، سوداګرو او کسب کارانو ته له ۱.۲ میلیونه ډالرو زیات زیانونه اوښتي دي.
دې حکومتي ادارې زیاته کړې، دا لومړني ارقام دي او ښایي تر ارزونې وروسته تغییر وکړي.
د کابل پغمان ولسوالۍ قلعه حیدر سیمه کې تېره ورځ د ګازو یوه شرکت کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې کبله یې درانه زیانونه واوښتل.