د کابینې لومړۍ غونډه؛ پر دوو مهمو پروژو خبرې شوې

د کابینې لومړۍ غونډه؛ پر دوو مهمو پروژو خبرې شوې افغانستان
د کابینې لومړۍ غونډه په مهمو پروژو خبرې شوې دي

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې لومړۍ غونډه کې پر دوو مهمو پروژو خبرې وشوې.

د اقېنې ــ اندخوی اوسپنې پټلۍ او کابل ــ کندهار لویه لار هغه دوه مهم موضوعات وو، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.

دې غونډه کې د آقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فار د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک په اړه بحث شوی او د پلاوی له ټاکل کېدو وروسته ورته دنده سپارل شوې، چې ددې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړې او پایله دې د کابېنې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابېنې په ناسته کې همداراز د کابل ــ غزني د دویم سړک پر جوړونې هم بحث وشو.

د کابینې غونډه کې ټولګټو وزارت ته  دنده وسپارل شوه، چې د کابل – کندهار لویې لارې د جوړولو او له کابل تر غزني پورې د دویم سړک د جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرار داد په اړه ناسته وکړي، تر څو یې د جوړېدو عملي چارې ژر پیل شي.

د یادونې ده، چې دا مهال د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.

تړلي موضوعات