ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې د خوارجو پټنځای له منځه یوړ او یو ووژل شو

ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې د خوارجو پټنځای له منځه یوړ او یو ووژل شو افغانستان
وژل شوی داعشی

ننګرهار کې ځايي امنیتي مسؤلین حریت نیوز ته تائیدوي، چې د دې ولایت مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د خوارجو په یو پټنځای ځانګړي عملیات ساعت وړاندې پای ته رسېدلي دي.

امنیتي مسؤلین زیاتوي، چې یادو عملیاتو کې ذاکرالله په نوم یو تن داعشي خوارج چې په ابو شېر مشهور و، له منځه یوړل شو.

د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دې پټنځای څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي مسؤلین هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به د هېواد شته امنیت خرابولو او خلکو کې د وېرې او دهشت خپرولو اجازه ور نه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بیا حاکم کېدو سره هېواد کې د داعشي خوارجو شتون نږدې صفر ته ښکته شوی.

تړلي موضوعات