پنجشېر کې دوه باغیان له مهماتو سره نیول شوي
د پنجشېر امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي حریت نیوز ته وايي، چې امنیتي ځواکونو پنجشېر ولایت کې دوه تنه باغیان نیولي دي.
ښاغلی فاروقي زیاتوي، چې یاد کسان له یو شمېر مهماتو او شواهدو سره نیول شوي دي، چې غوښتل یې د پنجشېر امنیت اخلال کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېرې جمعې په ورځ د بغلان نهرین ولسوالۍ کې هم ځانګړو ځواکونو د باغیانو دوه مهم قومندانان وژلي وو.