کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو راپور ناسم بولي

کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو راپور ناسم بولي افغانستان
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، ملګري ملتونه او ځېنې کړۍ تل هڅه کوي، چې د افغانستان اوضاع ناامنه او بې ثباته وښيي.

مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان ان د نشه يي توکو او انسان تښتوونکو پر ضد د افغان ځواکونو مبارزه او عملیات هم د ناامنیو په نوم ثبت کړي دي.

قانع له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو دې خپل نظر وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرکال په پرتله ناامنۍ ۵۵ سلنه زیاته شوې ده.

تړلي موضوعات