ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو ځينې اشخاص د افغانستان د ناسم تصویر وړاندې کېدو هڅه کوي
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ځینو غړو او په ځانګړي ډول د ریچارډ بینټ راپور ته غبرګون ښودلی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د دوحې د راتلونکې غونډې په درشل کې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو او ریچارډ بینټ راپور د اذهانو دخرابیدو هڅه ده.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلي مجاهد چې یاد اشخاص یې عُقديي بللي زیاته کړې، چې هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.
په همدې حال کې ښاغلي مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د ځينو هېوادونو حماوي دريځ ستایي او دا یو حقیقت ده چې له اسلامي امارت سره باید مثبت او رغنده تعامل وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت پر وړاندې د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا آزمویل دي، چې هیله ده نور واقعیتونه درک شي او رغنده دريځ ونیول شي.