د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د خلکو ونډه مهمه ده
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د خلکو ونډه مهمه بللې ده.
رئیس الوزراء دې پیغام کې د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتي، چې د خلکو هوساینې او ارامتیا لپاره هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
د دې پیغام په یوه بله برخه کې له خلکو هم غوښتنه شوې، چې له نظام څخه دې بشپړ ملاتړ وکړي.